د اسراییل او د لبنان د حزب الله ترمنځ د څه باندې یو کال جګړې له پایته رسېدو وروسته، پام بېرته د غزې تړانګې ته اړول شوی، خو د جګړې د ګړندي پای ته رسېدو هر ډول هیلې پای ته رسېدلي ښکاري.
د اسراییل او حزب الله ترمنځ اوربند د چهار شنبې په ورځ له غرمې مخکې تصویب شو.
د سې شنبه په ورځ د لبنان د موافقې په اعلانولو سره، د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وویل، چې هغه به اوس په غزه کې د یوې موافقې لپاره خپل فشار نوی کړي او له اسراییل او حماس څخه یې وغوښتل، چې له دې شېبې څخه ګټه پورته کړي.
د رویټرز د خبر له مخې، داسې کومه نښه نه لیدل کیږي، چې اسراییلي مشران دې د حماس پر وړاندې نرمښت وښیي.
اسراییلي وزیرانو هم ویلي، چې د غزې لپاره د دوی د جګړو موخې د لبنان په پرتله خورا توپیر لري.
د اسراییل د کرنې وزیر ایوي ډیچټر چې د کورني امنیت د کابینې غړی هم دی، وویل: « غزه به بیا هېڅکله د اسراییل لپاره ګواښ نه شي. موږ به هلته یوې پرېکنده بریا ته ورسېږو. لبنان توپیر لري.»
هغه په دې اونۍ کې د بهرنیو خبریالانو یوې ډلې ته وویل: "ایا موږ (د غزې د کمپاین) پای ته رسېدو په پیل کې یو؟ یقیناً نه. موږ لاهم ډېر څه د کولو لپاره لرو."
په غزه کې شاوخوا ۱۰۱ اسراييلي يرغمل پاتې دي او د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو ژمنه کړې، چې دا ټول به کور ته راولي او حماس به له منځه وړي.
د دواړو خواوو تر منځ خبرې اترې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.
د حماس یوه چارواکي سامي ابو زهري د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د دوی ډله لا هم د یوې معاملې غوښتونکې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي، چې دواړه لوري پر یو بل د کړکېچ پړه اچوي.
د حماس یوه چارواکي سامي ابو زهري د چهارشنبې په ورځ پر اسراییل تور پورې کړ، چې د دوی ډله لاهم د یوې معاملې غوښتونکې ده.
هغه رویټرز ته وویل: "موږ هیله لرو چې دا تړون (له حزب الله سره) به یوې موافقې ته د رسېدو لپاره لاره هواره کړي، چې په غزه کې زموږ د خلکو په وړاندې د نسل وژنې جګړه پای ته ورسوي."