په کابل کې د "امام ابوحنیفه" له نندارتون څخه سرچینې وایي، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت معین د یکشنبې په ورځ د دغه نندارتون د پرانېستې له مراسمو څخه ځکه وتلی، چې د هغه په وینا دغه نندارتون ملي نه و.
د سرچینو په خبره، عبداللطیف نظري په دې باور دی، چې د نندارتون د محصولاتو د معرفي کېدو په برخه کې قومي توازن په پام کې نه دی نیول شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو لوړپوړو چارواکو د یاد نندارتون په پرانېسته کې ګډون کړی.
له دې سره سم، له نندارتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري دا نندارتون غیر ملي بللی دی.
ویل کېږي، چې ښاغلی نظری د اعتراض په ډول له نندارتون څخه وتلی دی.
سرچینه وایي، چې نوموړي په وار - وار یې په دې اړه شکایت کړی دی، خو طالبانو ورته پاملرنه نه ده کړې.
د سرچینې په خبره، په دې نندارتون کې په مشخص ډول هزاره ګانو ته فرصت نه ورکول کېږي، چې د افغانستان د مرکزي سیمو محصولات معرفي کړي.
خو یوه بله سرچینه بیا وایي، چې په ننني نندارتون کې له ټولو قومونو خلکو برخه اخیستې ده.
د یادولو ده، چې د "امام ابوحنیفه" نندارتون نن یکشنبه پرنېستل شو او اوه ورځې به دوام وکړي.
په دې نندارتون کې ۷۰۰ غرفې اېښودل شوې دي، چې ۲۰۰ غرفې یې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې شوې دی.
طالبان وایي، چې په دې نندارتون کې د ایران، ترکیې، قطر او د پاکستان ډیپلوماټان او سوداګر حضور لري.