د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپیژندنې ادارې د (تلې له ۱۴ څخه تر ۱۵ نېټې) په ۲۶ ولایتونو کې د تیز باران، برېښنا، تېزو بادونو، او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.
د دغې ادارې د اټکل له مخي، چې د باران کچه به (له ۱۵ څخه تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.
د طالبانو تر واک لاندي د هوا پیژندنې ادارې د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یکشنبې په ورځ به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکنډي غور، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کیږي.
په خبرپاڼه کې په شمالي، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېز باد اټکل شوی.
د دوی د معلوماتو له مخي، د باد سرعت به په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۰) کيلومتره پوري وي.
د طالبانو دغې ادارې وړاندي د بارانونو اوسېلابونو پر مهال پر هغو کورنيو، چې سندونو ته نژدې اوسيږي ږغ کړی و، چې خوندي سيمو ته ولاړ شي.
د تلې مياشتي په ۱۱ مه نېټه د پېښو په وړاندي د طالبانو د چمتوالي ادارې ویلي و، چې د وروستيو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
دغې ادارې ویلي، چې د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.