نن پلازمېنې اسلام اباد ته پر ټولو لارو کانتینرونه اېښودل شوي، موټروې او له پېښور او لاهوره اسلام اباد او پنډۍ ته ټولې غځېدلې لارې د خلکو او موټرو د تګ راتګ لپاره پولیسو بندې کړې دي.
په اسلام اباد کې پولیس هڅه کوي، د ټولو هغو لاریونیانو مخه ونیسي چې غواړي د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه ورسوي.
په اسلام اباد، پنډۍ او ځینو شاوخوا سیمو کې ټولې مخابراتي شبکې بندې شوې او په ډېرو سیمو کې انټرنېټ هم له کاره لوېدلی دی.
تېره ورځ د اسلام اباد پولیسو د دغه لاریون په درشل کې د ۶۰ افغان کډوالو په ګډون ۴۱۲ تنه په بارکهو، سنګجانۍ او ترنول کې نیولي وو.
د تحریک انصاف ګوند غړو ویلي، چې دوی به نن د جمعې په ورځ د (تلې په ۱۳مه) د اسلام اباد په «ډي چوک» کې راغونډیږي او د حکومت ضد لاریون به کوي.
اسلام اباد ته نږدې په صوابۍ ولسوالۍ کې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دا مهال د تحریک انصاف ګوند پلویان راغونډ شوي او د اسلام اباد پر لوري د حرکت پلان لري؛ خو دغه خبریالان وايي، چې دوی ته پر لاره د پولیسو لهخوا ډېر بندیزونه لګول شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې په اسلام اباد کې د یو شمېر سترو نړۍوالو غونډو لپاره چمتوالی نیول شوی او دوی به هیچا ته د لاریون او اعتراض کولو اجازه ورنه کړي.
ښاغلي نقوي دا رنګه ویلي:« همدا اوس د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم هم په اسلام اباد کې دی او ورسره نور سیاسي او ډیپلوماتيکې هڅې په اسلام اباد کې تر پخوا زیاتې ګړندۍ شوې او دوی به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په اسلام اباد کې لاریونونه او ګډوډي وکړي.»
د اسلام اباد ډي چوک ته نږدې سیمه کې خبریالان وايي، چې دغلته شاوخوا څلور زره پولیس ځای پر ځای شوي او د بندیانو د لېږدولو موټر هم د ډي چوک په شاوخوا سیمو کې لا له وړاندې درول شوی دی.
د لارو سړکونو دغه بندولو او د مخابراتي شبکو له کاره لوېدلو سره د پلازمېنې اسلام اباد او پنډۍ اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ شوي او له دواړو خواوو غواړي، چې په دې برخه کې دې له زغمه کار واخلي او دوی دې له دغې لالهاندۍ او کړاوه نور خلاص کړي.