منظور پښتین: یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا پولیسو د خیبر جرګې پر ګډونوالو برید کړی دی

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، چې یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا پولیسو د خیبر جرګې پر غړو برید کړی دی او یو شمېر نور یې نیولي دي.

منظور احمد پښتین په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، په خیبر کې د ټېلیفونونو سیګنال او انټرنټ هم بند دی؛ نو له همدې امله له حالاتو نور جزییات نه لري.

تر دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جوړېدونکې قامي جرګې/عدالت پر تنظیموونکو او ګډونوالو برید کړی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جوړېدونکې قامي جرګې/عدالت پر تنظیموونکو هوايي ډزې وکړې او ټول هغه توکي، خېمې او بسترې یې وسوځولې، چې د دې جرګې لپاره په خیبر ولسوالۍ کې د جرګې د جوړېدو ځای ته لېږدول شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تېره ورځ په یو ویډیويي پیغام کې د پښتونخوا پر پولیسو نیوکه وکړه او ویې ویل: "د خپل پنجابي بادار په خوښه مو په خپلو پښتنو برید وکړ".

هغه پولیس په پیغوروزمه ژبه مخاطب کړل، چې د پښتنو د وینې تویولو پرځای ښه داده چې مزدوري وکړي او ریړۍ وچلوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پتېیلې چې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو قومي جرګه یا عدالت را وغواړي او په پاکستان کې د میشتو پښتنو پر ستونزو، ترهګرۍ، ورکو شویو خلکو او د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر چلند خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو