په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد اداره وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۴۹۲ د ناامنۍ پېښې شوې دي.
دغه اداره وايي، چې ۲۰۳ وسله وال یې هم وژلي دي.
د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) راپور ورکړی، چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې ۴۹۲ ترهګریزې پېښې ترسره شوي.
راپور زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د وسله والو پر وړاندې ټولټال له ۲۰۰ څخه ډېر عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) په راپور کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۶۱۲ ترهګر نیول شوي دي.
همدا راز، دغو عملیاتو کې له ترهګرو یوه اندازه چاودیدونکې مواد او وسلې هم ترلاسه شوي دي.
بل خوا د تحریک طالبان پاکستان ډلې تازه په یوې اعلامیې کې ادعا کړې، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ۲۶۲ بریدونو له امله ۱۳۷ کسان وژلي او ۱۸۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي په ګډون یو شمېر وسله والو ډلو خپلې حملې زیاتې کړې دي.