د پېښو په وړاندې د طالبانو د چمتوالي ادارې ویاند وایي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
جانان سایق زياتوي، د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندي د پېښو په وړاندي د چمتوالي ادارې ویاند جانان سایق د چهار شنبې په ورځ ويلي، چې دغه پېښې په غزنې، ننګرهار، لغمان، فراه، پکتيا، بادغيس، هرات او دايکنډي ولایتونو کې شوې دي.
د نوموړي په خبره، ټولو ولایتونو ته یې مرستې رسولې او په تېرو دريو مياشتو کې يې شاوخوا ۴۰ زره کورنيو ته خوراکي او غيري خوراکي توکي هم وېشلي دي.
د مرستو په وېش کې پر طالبانو نیوکې کېږي چې د خپلې ډلې ملاتړو ته یې وېشي
له دې سره په يو شمېر سېمو کې سېلاب ځپلي لا هم لاسنيوي ته اړتيا لري او غوښتنه کوي، چې د سېلابونو له امله ویجاړې مېنې دي ورته جوړي شي.