د طالبانو سترې محکمې د يوې اعلامې په خپرولو سره ويلي، چې په غزنې کې دوه کسان د «بد اخلاقي په تور» په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلي دي.
د طالبانو د محکمې په خبره، چې دواړه يې په دوه -دوه کاله تنفيذي بند هم محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ ويلي، چې دغو دوو کسانو ته یې د سزا حکم د غزني ولايت د مرافعه او د سترې محکمې له تایيد وروسته ورکړي.
طالبانو د دغو کسانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.
دغې ډلې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه شپږ کسان په لغمان، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تورونو وهلي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغې ډلې په پرله پسې ډول خلکو په بېلابېلو تورونو سزاګانې ورکړې دي.
د بشري حقونو سازمانونه خلکو ته د جسمي سزا ورکول د نړۍوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف کار بولي او په پرله پسې ډول د بندېدو غوښتنه کوي.