د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، تېر ماښام د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه لوري پر نورو ډزې کړې چې په پایله کې یې اووه تنه وژل شوي.
وژل شوي کسان په یوه موټر کې سپاره وو.
د پنجاب پولیس پېښه مني او وايي، چې په پېښه کې د ښکیلو کسانو پلټنه روانه ده او لا نه دي نیول شوي.
پولیسو ویلي، دغه پېښه تېر ماښام د سیالکوټ په پسرور سیمه کې هغه مهال شوې چې د ځمکې پر سر د لانجې د یوه لوري کسان په موټر کې پر لاره روان او د بل لوري کسانو پرې ډزې کړې چې اووه کسان په کې ځای پر ځای وژل شوي.
د پنجاب پوليس وایي چې د دغو دواړو لوریو د پنجاب په شيخپوره ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې او یوه لوري د بل لوري پر کسانو ډزې کړې چې د بریدکونکو د نيولو لپاره عمليات روان دي او په پېښه کې ښکېل کسان به ډیر ژر ونیول شي.
د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور رسنیو ته ویلي، په سیالکوټ او ورڅېرمه ګوجرانواله ولسوالۍ کې یې پولیسو ته امر کړی چې په پېښه کې د ښکیلو کسانو په نیولو کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې د ځمکې او کورونو پر سر شخړو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، تر ډیره بریده له حکومته دا شکایتونه دي چې د خلکو دعوې او لانجې په سم ډول نه حلوي چې بیا دغه لانجې د خلکو تر منځ د یو او بل په وژلو تمامیږي.