د طالبانو بهرنیو چارو وزير مسکو ته په مشورتي فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره لاړ

AP ۱۴۰۳ تله ۱۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند ويلي، د امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د مسکو مشورتي فارمټ په شپږمه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو.

حافظ ضيا احمد ويلي، چې طالب پلاوی به د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د اکتوبر پر ۴ د روسيې له بهرنيو چارو وزير سره هم وګوري.

نوموړی زیاتوي، چې دواړه لوري به په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو مسایلو خبري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو لا له وړاندي ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه به د روان کال په اکټوبر میاشت کې جوړه او طالبانو ته به هم بلنه ورکړي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف د وږي په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې له امیرخان متقي سره ولیدل او د دې ډلې استازو ته یې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه په کازان کې جوړه شوې وه.
په هغه غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او طالبانو استازو ګډون کړی وو.
له یادو هېوادونو څخه یوه یې هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دغې ډلې سره نږدې ډیپلوماټیک اړیکي پالي.

نور خبرونه

رادیو