د پاکستان د خصوصي سکټور وزير ويلي، چې دغه فورم د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د نویو دوه اړخیزو اړیکو د پیل نښه ده.
عبدالعلیم خان زياتوي، چې په سوداګريزه برخه کې پاکستان «د نړۍ له لویو بازارونو څخه شمېرل کېږي او بهرنۍ پانګونه پکې بشپړه خوندي ده.»
د پاکستان راډیو د ننني راپور له مخې، عبدالعلیم خان په مسکو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوه اړخيزو اړيکو ته په اشارې ويلي، چې پاکستان په سيمه کې د سوداګرۍ او پانګونې تر ټولو ازاد او خوندي سیسټم لري.
نوموړي ويلي، چې ټولي اقتصادي برخې يې د پانګونې لپاره پرانیستې دي.
په روسيه کې د پاکستان سفير محمد خالد جمالي بیا ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري یو ارب «میلیارد» ډالرو ته رسېدلې او دا د اقتصاد او سوداګريزو اړيکو زياتېدو ته د دواړو لورو لېوالتیا ښيي.
د جمالي په خبره، پاکستان مسکو ته د یو مهم او باوري سوداګريز شریک په سترګه ګوري او پاکستان له روسيې سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا لپاره کار کولو ته سترګي په لار دی.