د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د دغه غورځنګ د مشرتابه غړی علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا پاکستاني پولیسو نیولی دی.
هغه وايي، پولیسو علي وزیر د پنجاب د سر وزیرې مریم نواز په امر نیولی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن سې شنبه د (تلې ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې د دغه غورځنګ د مشرتابه د غړي علي وزیر له زنداني کېدو وروسته څو ځلې له زندانه د راخلاصېدو ضمانت منل شوی خو تر خلاصېدو وروسته یې بیا پاکستاني پولیس نیسي او بل زندان ته یې بیايي.
علي وزیر تېر ماښام دوشنبه د پاکستان په راولپینډۍ کې له اډیاله زندانه را خوشی او بېرته پولیسو نیولی او بل زندان ته یې بیولی دی.
منظور پښتین زیاتوي چې: «علي وزیر د پنجاب د سر وزیرې مریم نواز په امر نیول کیږي او پرته له دې چې د زنداني کېدو لامل یې معلوم وي، بېرته بل زندان ته اچول کیږي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پنجاب سر وزیره تورنه کړه چې له پښتنو سره زیاتی کوي او دوی ته د خپلو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې جوړوي.: «مریم نواز د پاکستاني پوځ په غوښتنه دریم ځل علي وزیر نیولی او زنداني کړی.»
شنونکي وايي، د پاکستاني پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهمو غړو نیولو او زنداني کولو موخه د دغه غورځنګ له لوري د پښتنو جوړېدونکي لویې قومي جرګې ته خنډونه جوړول دي.
نږدې درې میاشتې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ګیلهمن وزیر د جنازې مراسمو پر مهال د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان وکړ، چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱م به پر پښتنو د روان ظلم او زیاتي د رابرسیره کولو او د دوی له حقونو د دفاع په موخه د پښتنو لویه قومي جرګه رابولي او له هغه وروسته به خپل دریځ اعلانوي.
په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو غړو ویلي، چې منظور پښتین ته هم امنیتي ګواښونه شوي او هغه د ځینو نا څرګندو وسله والو له لوري څارل کیږي.