د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، چې یوه اونۍ مخکې د میرعلي پر بازار د پوځ د برید په غبرګون کې یې د بنو او وزیرستان تر منځ غځېدلې لویه لاره د میرعلي په ولسوالۍ کې د اعتراض په ډول تړلې او پرلت یې پیل کړی دی.
دوی وايي، چې په ټول شمالي وزیرستان کې به د سبتمبر له ۳۰مې نیټې وروسته ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، پولیو واکسین کمپاین او بازارونه تړلي وي.
د روانې تلې میاشتې په درېیمه د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي تر منځ په جګړه کې د پوځ له لوري په میرعلي بازار د هاوان مرمیو د لګېدو په پېښه کې د مال، میوو او سبو منډهيي اور واخیست او د میوو تر څنګ په کې لسګونه ژوندي څاروي ژوندي وسوځېدل.
هغې پېښې په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
د شمالي وزیرستان له میرعلي ولسوالۍ څخه حاجي الف الدین نن سې شنبه د (تلې ۱۰مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې د پاکستاني پوځ له لوري د میرعلي پر بازار او کورونو د ړندو هاوان مرمیو د لګېدو له امله چې خلکو ته یې ډیر مالي زیان اړولی، په غبرګون کې د میرعلي او میرانشان نږدې درې زرو کسانو پرلت وهلی او لاره یې تړلې ده.
دی وايي: «دا ۱۴ کاله کیږي چې په موږ دا ډول ظلمونه روان دي، ژوند ته مو نه پریږدي، کاروبار ته مو نه پریږدي، تجارت ته مو نه پریږدي، مخامخ مو په توپونو او مرمیو ولي خو څوک د پوښتنې نه شته چې ولې دې خلکو څه ګناه کړې ده؟»
دی وايي، خلک نور هم پرلت ته را روان دي او دغه شمېر ښايي تر دې زیات شي.
په سیمه کې خبریالان وايي، چې د بنو او میرانشاه تر منځ غځېدلې لویې لارې د تړل کېدو له امله په سلګونو بار لارۍ او واړه موټر ولاړ دي.
خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې اعتراض او پرلت د سیمې د خلکو حق دی خو دا مهال د دغې لارې بندیدو له امله پر دغې لارې هر ډول تګ راتګ بند دی، چې خلکو ته یې ستونزې را ولاړې کړې دي.
هغه وايي: « بلکل پرلت د دغو خلکو حق او پر ځای ګام دی، ځکه له دوی سره ظلم شوی او دوی خپل حق غواړي، خو د لارې په بندیدو سره خلکو ته په ډيرو برخو کې ستونزې هم رامنځته شوې دي.»
یوه اونۍ وړاندې د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي ترمنځ جکړه ونښته. چې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ، هلته د څارویو او سبزي منډهيي وسوځېده چې د میوو او سبو تر څنګ لسګونه غواوې په کې ژوندۍ وسوځېدلې.
دا مهال د سیمې اوسیدونکي وايي، چې پرلت يې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه پیل کړی، چې د دوی په خبره تر هغه چې یې حقونه نه وي ترلاسه کړي پرلت نه ړنګوي.