په پاکستان کې د پولیو ۲۴مه پېښه ثبت شوې ده

AP ۱۴۰۳ تله ۸

پاکستاني چارواکو په حیدر اباد کې د پولیو یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکړی.

دا په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۲۴مه پېښه ده، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.

د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې د پولیو د له منځه وړلو سیمه ییز لابراتوار تایید کړه، چې د ماشومانو د فلج يا پوليو وروستۍ قضیه د سند په حیدر اباد کې په یوه ۲۹ میاشتني هلک کې ليدل شوې.

په حیدر اباد کې یوه سیمه ییز چارواکي وویل، چې دغه ماشوم د وږې میاشتې په ۲۱ او ۲۹ د واکسیناسیون د کمپاین په ترڅ کې دوه ځله واکسین شوی و.

د راپورونو له مخې؛ د همدې کال له پیله تر اوسه په بلوچستان کې د پولیو ۱۵، په سند کې پنځه، په خیبر پښتونخوا کې دوې او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه - یوه پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان د روان کال تر پایه د پولیو د واکسین دوه نور کمپاینونه پلان کړي دي، چې د ماشومانو خونديتوب پیاوړی کړي.

د پاکستان ترڅنګ افغانستان هم نه دی توانېدلی، چې دغه ناروغي له منځه یوسي.

د پرله پسې ننګونو سره - سره طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی دی

نور خبرونه

رادیو