د افغانستان د سويلي ولایت زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزير ته په يوې غونډه کې ويلي، چې په تېره شل کلنه جګړه کې يې کورونه د جګړو سنګرونه وو؛ خو اوس مهال د ژوند لومړنيو اسانتياو ته لاس رسی نه لري.
دوی د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې.
د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ويلي، چې نورالله نوري د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې په يوې ولسي غونډه کې برخه اخيستې.
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو د سړکونو خراب حالت، د څښاک پاکو اوبو نه شتون، د روغتيایي او ښوونيزو مرکزونو نشتوالی يې د ستونزو په ډول ياد کړل.
دغه اوسېدونکو د طالب وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د اړوند ادارو سره دې د دوی ستونزې شريکې او حل کړي.
د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو زياته کړه: « زموږ کورونه د طالبانو سنګرونه وو؛ خو زموږ د ستونزو حل ته دې پاملرنه وشي.»
د طالبانو د قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري غونډې ته په خبرو کې د خلکو د ستونزو د حل ژمنه کړې.
هغه زياته کړې: «له نړۍ سره اړيکې پراخوي او افغانستان به د منځنۍ اسيا په نقطه بدليږي.»
د نورالله نوري په خبره، چې په يوه ټکني حالت کې يې د افغانستان وضعیت او ادارې عادي وساتلې.
وړاندې تر دې هم ډېرو افغانانو پر طالبانو نيوکې کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو پر مهال یې د ملکي کسانو کورونه د سپر په توګه کارول او له همدې امله ملکي تلفات زيات وو.
اوس دا دی ولسي خلک مخامخ طالب مسوولینو ته د پېغور په شکل وایي، چې «کورونه مو د جګړو د سنګر په توګه درکړل؛ خو د واک تر لاسه کولو وروسته مو ستونزي نه دي را حل کړي.»
خلک د واکمنو طالبانو څخه ګيله کوي، چې نه یې د ژوند لومړنۍ ستونزي ور حل کړې او نه یې هم کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
خو وړم کال د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند له خلکو غوښتي وو، چې د ستونزو پر مهال خدای ته "بغارې" ووهئ.