د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په تازه نښتو کې دوه کسه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۷

د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ روغتیایي سرچېنو ویلي، چې تېره شپه د جګړې لس تنه نور ټپیان هم وروړل شوي دي.

د کورمې ولسوالۍ په دغه جګړه کې چې له اتو ورځو راهیسې د شیعه مذهبو او سونیانو تر منځ روانه ده، دواړه خواوې په کې له سپکو او درنو وسلو کار اخلي، چې تر دې مهاله په کې ټول ټال ۴۸ تنه وژل شوي او ۱۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په پاړه چنار کې ځايي خبریال علي افضل افضال د پولیسو د مشر جاوید الله محسود له قوله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې تېره ورځ د سدې د بالشاخېل، خار کلی او سنګینه سیمو کې اوربند ټینګ شوی او د کورمې په نورو سیمو کې هم د اوربند د ټینګېدو هڅې روانې دي.
سیمه‌ییز خبریالان وایي، چې لا هم د پاړه چنار او پېښور تر منځ غځېدلې لاره تړلې ده او ورسره د ډیورنډ په کرښه د خرلاڅي دروازه هم تړلې پاتې ده.
دا رنګه د کورمې په ټولو سیمو کې ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې دي، چې دغه کار هم د سیمې په تعلیمي سیسټم ناوړه اغېز شیندلی دی.
د لارو د بندېدو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو، تېلو او درملو کمی زیات شوی او خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دغه جګړه چې اته ورځې وړاندې د برې کورمې په بوشهره سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ پیل شوه، وروسته د کورمې ټولو برخو ته وغځېده او د فرقه‌یي او مذهبي جګړې بڼه یې خپله کړه.
د سیمې اوسېدونکي تر ډېره حکومت په دې کار کې پړ ګڼي او وایي، چې ولې یې تر دې مهاله دغه جګړه نه ده مهار کړې او ښکیلې غاړې دومره درنې وسلې له کومه کوي؟
د دغو خلکو په خبره دوی پر ځینو حکومتي کړیو شکمن دي چې ښایي د دغې جګړې تر شا به د دوی لاس وي.

نور خبرونه

رادیو