شمالي وزيرستان کې د ماري پټروليم کمپنۍ چورلکه لوېدلې چې په کې ۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د پاکستان امنیتي سرچینو د چورلکې د غورځېدو لامل "تخنیکي ستونزه" بللې ده.
په دې چورلکه کې د درېو روسي پیلوټانو او عملې په ګډون ۱۴ سپرلۍ وې.
د پاکستان امنیتي سرچینو تایید کړې، چې چورلکه د ماري پټرولیم شرکت کرایه کړې وه او د پښتونخوا د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې غورځېدلې ده.
د دغې پېښې لامل د چورلکې د انجن خرابوالی بلل شوی دی.
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي چې د تخریب نښې نه دي لیدل شوي.
سرچينې د شپږو تنو وژل کېدل تاييد کړي، خو تر اوسه د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د ژغورنې عملیات روان دي او نور جزیات به د پلټنو له بشپړیدو وروسته خپاره شي.