د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني خپلوان وایي، چې د نوموړي له بندي کېدو دوه ورځې تېریږي؛ خو دوی د طالبانو په زندان کې د هغه د روغتیایي حالت په اړه اندېښنه لري.
د هغوی په وینا، ښاغلی کوهستاتي د زړه ناروغي لري او هره ورځ باید دوا واخلي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۵مه) نوموړی د کابل په سرای شمالي سیمه کې نیولی؛ خو طالبانو لا په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ويلي.
افغانستان انټرنشنل ته د هغه خپلوانو ویلي، چې د ډېرو هڅو سره لاهم په دې نه دي توانېدلي چې د ښاغلي کوهستاني له وضعیته ځان خبر کړي.
د جاوید کوهستاني خپلوان وایي، چې ځینو طالب چارواکو د استخباراتو لهخوا د هغه نیونه منلې ده؛ خو د هغه د ساتنې د ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
هغوی زیاته کړې، چې نوموړي تر دې وړاندې د پاکستان په یوه روغتون کې د زړه عملیات کړی او هره ورځ باید دوا وخوري.
د جاوید کوهستاني ملګري او خپلوان وایي، چې هغه په تېرو درېیو کلونو کې هیڅ ډول سیاسي او پوځي فعالیت نه لاره او د حکومت تر پرځېدو وروسته یې هم په هېواد کې د پاتې کېدو پرېکړه کړې وه.
د هغه خپلوان وایي، چې د طالبانو د استخباراتو د زندانونو وضعیت د زړه ناروغ لپاره چې ونه شي کړای خپله دوایي په وخت واخلي، خطرناکه ده.
هغه تر دې وړاندې په سیاسي بحثونو کې برخه اخیسته او د افغانستان د پخواني حکومت له نیوکه کوونکو څخه و.