د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې له روسیې سره د طالبانو اړیکې له امریکا سره د اړیکو په پرتله ښې دي. متقي وويل، طالبان هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو سره لکه د روسيې په څېر ښې اړیکي ټینګې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې له رایبر خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو اړیکې د افغانستان په چارو کې د روسیې له استازي ضمیر کابلوف سره ښې دي او که د هغه د امریکايي سیال ټام ویسټ سره؟ وویل: «موږ د اشخاصو پر ځای له هېوادونو سره اړیکو ته ارزښت ورکوو او هڅه کوو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړېکې ټېنګې کړو. مګر له روسیې سره مو د امریکا په پرتله اړیکې ښې دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې ضمیر کابلوف څو ځله افغانستان ته سفر کړی او ورسره یې لیدلي او طالب چارواکو هم روسیې ته سفر کړی دی. متقي زیاته کړه چې د طالبانو اداره اوس مهال له روسیې سره د کال شاوخوا ۴۰۰میلیونه ډالره په ارزښت سوداګریزې اړیکې لري.
همدا راز، امیرخان متقي وویل، چې له روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د طالبانو سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي او لا پراخېږي. هغه په ډاګه کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرو او پانګوالو یوازینۍ ستونزه د امریکا او لویدیځو هېوادونو له خوا د دغه هېواد پر بانکي او مالي سیسټم لګول شوي "ظالمانه او یو اړخیز" بندیزونه دي.
دغه طالب چارواکي همداراز ډاډ ورکړی، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي ګواښ نه دی او د داعش په ګډون ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې حضور او فعالیت نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په تېرو درېیو کلونو کې تل هڅه کړې چې له طالبانو سره ښې اړیکې وساتي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د ملګرو ملتونو د نړۍوال فورم د غونډې په څنډه کې ویلي و، چې اوس مهال له طالبانو سره د خبرو او اړیکو د ټینګولو بدیله لاره نشته.