پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې د مړو شمېر ۴۸ او د ټپيانو شمېر ۱۰۵ ته ورسېد.
په راپور کې راغلي، چې دغه جګړې له یوې اونۍ راهیسې په کورمې ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ روانې دي.
د سیمه ییزو چارواکو په خبره، د یادې ولسوالۍ د مشرانو په مرسته د قبایلي اولس په ملاتړ سپين بيرغونه لګول شوي او په ډېریو سيمو کي د اوربند هڅې هم روانې دي.
د سیمې قومي مشرانو ویلي، چې سره له دې چې دوی د سولې په ټینګښت او اوربند کې په بشپړ ډول همکاري کوي، خو د اوربند له اعلان سره سم د شلوزان او لقمان خېلو له غرنیو سیمو توغندي توغول شوي، چې پر وړاندې یې د سمدستي او سختو اقداماتو اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده.
په راپور کې همداراز راغلي، چې افغان وسله وال په پاکستان کې له قومي جګړو وروسته کورمې ته ننوتلي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې قبايلو په دغو قومي شخړو کې د سيمه ييزو او د افغان وسله والو په جګړو خواشيني څرګنده کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره دې اقداماتو وکړي.
له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې شوې هم دي.
تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.
وړمه ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کورمه کې له دواړو خواو سره هغه درنې وسلې دي، کومې چې د پاکستان پوځ کاروي.