د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ څخه د روغتونونو سرچېنې وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ ته ورسېد او ۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچېنې وايي، چې یوازې د تېرې شپې په نښتو کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبلیدلي دي.
په پاړه چنار کې د یو روغتون چارواکی وايي، پر هغه امبولانس موټر هم د باغان په سیمه کې ډزې شوې چې ټپیان یې پېښور او کوهاټ ته لېږدول؛ خو نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
له سیمې څخه ځايي خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په کورمه، پاړه چنار، سدې او نورو سیمو کې خوراکي توکي کم شوي، بیې یې لوړې دي او د درملو د کموالي وېره هم مخ په ډېرېدو ده.
د یوې اوونۍ راهیسې په دغو سیمو کې ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې، له کورمې څخه پېښور او نورو سیمو ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې او د خرلاڅی دروازه هم د تګ راتګ لپاره بنده ده.
یو شمېر قومي مخورو رسنیو ته ویلي، چې د دواړو غاړو تر منځ د اوربند د ټینګولو هڅې روانې دي؛ خو تر دې دمه یې پایله نه ده لرلې.
په سیمه کې د پولیسو مشر جاوید الله محسود بیا وايي، دوی هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب اوربند ټینګ شي.
سیمهییزې سرچېنې وايي، چې د کورمې په مدګي، بوشهره او احمدزیو کلیو کې سیالو ډلو یو بل ته مورچې جوړې کړې او دا مهال د کورمې په پنځو برخو کې درنه جګړه روانه ده.
سرچېنې وايي، دغه جګړه د ځمکې پر سر راولاړه شوې؛ خو ځیني خلک په لوی لاس هغې ته مذهبي رنګ ورکوي.