په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ښوونځي له تړل کېدو څلور میاشتې تېرې شوې؛ خو لا هم نړۍوالو مرستندویانو یې د خلاصولو په کار کې مرسته نه ده کړې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افتاب په نامه د افغان کډوالو لپاره ښوونځی لا هم تړلی دی او د پرانېستلو لپاره یې نړۍوالو مرستندویانو هېڅ ګام نه دی اخیستی.
په دغه ښوونځي کې تر ډېره هغو زدهکوونکو زدهکړې کولې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کډوال شوي وو.
په دغه ښوونځي کې سره له دې چې له زدهکوونکو میاشتینی فیس نه اخیسنل کېده، تر څنګ یې د افغانو ښوونکو لهخوا یې زدهکړې د افغانستان د تعلیمي نصاب سره سمې په پښتو او دري ژبو پر مخ وړل کېدې.
د دغه ښوونځي سمبالوونکی سید قاسم هاشمي وایي، دوی ۱۸ میاشتې دغه ښوونځی د یو شمېر بهر مېشته افغانانو په مالي ملاتړ وچلاوه؛ خو کله چې ورسره مرستې بندې شوې، د مالي ستونزو له امله دغه ښوونځی هم وتړل شو.
ښاغلي هاشمي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په مرکه کې وویل:« په تېرو څو میاشتو کې موږ د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو دروازې وټکولې؛ خو یوې یې هم زموږ سره مالي مرستې ته غاړه کېنښوده، له (یو این اېچ سي ار) څخه نېولې بیا تر یونېسف پورې او داسې نورو ادارو ته ورغلو؛ خو هیچا هم موږ ته د مرستې ډاډ را نکړ.»
په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زدهکوونکي چې زیاته برخه یې نجونې وې پر زدهکړو بوختې وې او د ۳۰ افغانو ښونکو لهخوا زده کړې ورکول کېدې.
د افتاب ښونځي زدهکوونکې وایي، دوی ډېرې هیله منې وې چې د دوی نیمګړې زدهکړې به دلته بشپړې شي؛ خو د هغوی دغه هیلې هم مړاوې شوې.
د دغه ښوونځي د نهم ټولګي زدهکوونکې سعیده کوثر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د ښوونځي تړل کېدو زه سخته نهیلې کړې یم، موږ داسې ګڼله که په افغانستان کې طالبانو زموږ لپاره ښونځي تړلي، لږ تر لوه خو دلته کولای شو خپلې نیمګړې زدهکړې بشپړې کړو؛ خو اوس چې دلته هم زموږ لپاره د ښونځي دروازه تړل کېږي، نه پوهېږو چې څه وکړو او چا ته وژاړو.»
د دغه ښونځي ټولې ښوونکې افغانانې وې، چې اسلام اباد ته راکډه شوې وې.
د دغه ښونځي ښوونکې زرغونه وایي، سره له دې چې میاشتیني معاشونه یې ډېر کم ول؛ خو دوی د افغانو نجونو لپاره په لږې تنخوا هم تدریس ته ملا تړلې وه.
هغې زیاته کړه:« زموږ تنخواوې ډېرې کمې وې؛ خو زموږ هیله دا وه چې هغه ماشومان او نجونې چې له زدهکړو پاتې شوي د هغوی د زدهکړو د بشپړولو لپاره خدمت وکړو، اوس چې ښونځی تړل شوی، موږ ښوونکې له زدهکوونکو څخه زیاتې خواشینې یو.»
که څه هم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره لا هم د پاکستان په ځینو کمپونو کې د ګوتو په شمېر ښؤنځيو سره مالي ملاتړ کوي؛ خو په اسلام اباد کې یوازې یو ښوونځی د دوی تر پوښښ لاندې دی، چې هغه هم په یوې لرې پرته سیمه کې دی.
له کله نه چې طالبانو په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، ډېر افغانان د خپلو لوڼو د زدهکړو د بشپړولو په پار هم له افغانستانه مهاجرت ته اړ شول؛ خو دلته هم د هغوی د لوڼو لپاره داسې اسانتیاوې نه شته لکه څنګه چې دوی یې تمه لرله.
که څه هم چې د پاکستان په ډېرو برخو او ان په پلازمېنه اسلام اباد کې هم یو شمېر خصوصي ښونځي افغان ماشومان د فیس په بدل کې مني؛ خو افغان کډوال وایي یو خو د دوی میاشتیني فیسونه او نور لګښتونه د دوی له وسه وتلي او له بله پلوه دلته زدهکړې په اردو او انکلیسي ژبو دي، چې د دوی ماشومان یې نه شي زده کولای.