په پروان ولایت کې په ناپېژندل شوې ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵۰ تنو ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ تله ۵

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې په ناپېژاندې ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۵۰ ته لوړ شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو په یوه خپور شوي راپور کې د پروان ولایت د روغتیا ریاست د چارواکو له خولې لیکلي، چې په دغه ولایت کې د ناروغانو شمېر له ۵۰۰ څخه ۵۵۰ ته واوښت.
د دغه ریاست مسوولینو ویلي، هغه شمېر ناروغان چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ و؛ د ښې درملنې لپاره کابل ته استول شوي دي.
په پروان ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالله افغانمل ویلي، چې په دغو ناروغانو کې ښځینه، ماشومان او سپین ږېري هم شامل دي.
د دغې ناروغۍ نښې نښانې په ناروغانو کې سخته تبه، د ځان درد او اسهال ښودل شوي.
دغه ناپېژندل شوې ساري ناروغي له یوې اونۍ راهیسې د پروان ولایت په کفشان دره کې د خپرېدا په حال کې ده.
تر دې دمه د دغې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي او د لسو تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

نور خبرونه

رادیو