د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګه (ای اېس پي ار) په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې تېره شپه یې د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د وسلهوالو پر یو پټن ځای برید کړی او اته تنه یې وژلي دي.
سرچینې ویلي، دغه عملیات یې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ تر سره کړي چې د یوې نښتې په پایله کې یې وسلهوالې ډلې ته د ځاني زیان تر څنګ د هغوی ځینې وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه وسلهواله ډله په سیمه کې د ولسي وګړو په وژلو او ځورولو هم تورنه کړې او ویلي یې دي، چې په سیمه کې یې د نا امنۍ تر څنګ هدفي وژنې هم تر سره کولې.
دا رنګه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیمه کې د وسلهوالو د ځپلو عملیات به تر هغې روان ساتي چې دغه سیمه یې له هغوی څخه پاکه کړې نه وي.
خو تر دې دمه ټيټيپي او نورو وسلهوالو ډلو چې په سیمه کې فعالې دي څه نه دي ویلي.