ځايي سرچینې: وزیرستان کې پر یوه جومات برید کې یو کس وژل شوی او څلور ټپیان شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۴

ځايي سرچینې وايي، تېر ماښام د سوېلي وزیرستان په سره راغه سیمه کې د وسله والو یوه مرکز ته نږدې پر یوه جومات برید شوی چې یو کس په کې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.
د سیمې خلکو د بې پيلوټې الوتکې هوايي برید بللی.

له سویلي وزیرستانه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې تېر ماښام په قبایلي سیمه سره راغه کې پر یوه جومات د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله یو کس وژل شوی او د دوو زده‌کوونکو په ګډون څلور نور ټپیان شوي.
د سیمې خلک وايي، برید پر هغه جومات شوی چې نږدې ورته د وسله والو یو مرکز و.
په هغو انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسیدلي لیدل کیږي چې د سیمې خلکو ټپیان په یوه موټر کې اچولي او روغتون ته یې لیږدوي.
ځايي حکومتي سرچینو خبریالانو ته دغه برید تاييد کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي، چې برید ولې شوی او هدف یې څوک وو.
تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې دغه برید چا کړی او دغه بې پیلوټه الوتکه د کوم هیواد ده.
په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر وايي، چې د سره راغه سمې جومات د وسله والو مرکز ته نږدې دی او مازیګر مهال د کلي خلک د لمانځه لپاره ورټولیږي.
هغه وايي، چې په دغه برید کې یو کلیوال کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره تر روغتونونو رسول شوي.
څه موده وړاندې هم د سویلي وزیرستان په باندیزیو سیمه کې پر یوه کور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو