په کوټه کې د پولیسو پر موټر د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۴

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنې په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یو شمېر ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د‌ پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار څخه سرچینو افغانستان انټر نشنل ته ویلي، چې نن چهار شنبه له غرمې مخکې د کوټې په ښار کې د پولیسو ګزمې پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په ټپي شویو کسانو کې ولسي خلک هم شامل دي.
د یو بل خبر له مخې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د ملاکنډ ولسوالۍ د چترال په بمبورت سیمه کې وسله‌والو پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د پاکستان په شمال لویدیځ سوات کې د بهرنیو ډیپلوماټو پر امنیتي پولیسو د ماین چاودنې په پایله کې یو پولیس افسر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو