د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني نظامیانو او ټي ټي پي ترمنځ جکړه شوې

AP ۱۴۰۳ تله ۳

د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې نن د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان تر منځه جکړه شوې ده.

د پاکستان ځايي امنیتي چارواکو ادعا کړې ده، چې په دغه جګړه کې د ټي ټي پي څلور ولسوال وژل شوي او ۵ ټپیان دي.

پاکستاني چارواکو په دغه جګړه کې یوازې د ۲ پوځیانو ټپي کېدل منلي.

خواله رسنیو کې داسې انځورونه ښيي چې پکې دې جګړې ته منصوب د ټي ټي پي د دوو وسلوالو مړي لیدل کېږي.

د سرچینو په وینا په دې جګړه کې د میرعلي بازار کې د میوې، سبزي او مال منډي ته سخت زیان اوښتی دی.

ځايي سرچینو نن سې شنبې « تلې ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي وسلوالو ترمنځه جګړه د ځايي وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې پیل شوه.

دوی زیاتوي په دې جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی او ځينې راکېټونه د میوې، سبزي او مال منډيي ترڅنګ د عامو خلکو دوکانونو باندې لګېدلي دی او دې ځایونو ته یې سخت تاوانونه اړولي دی.

د سرچینو پر وینا یوازې په مال منډۍ کې شاوخوا ۳۰ څاروي سوځېدلي دي. .

د ځايي سرچینو په خبره چې د جګړې وروسته ښار په مکمل ډول تړل شوی دی او په سیمه کې ټلفوني سګنال قطع شوی دی.

ددې جګړې په اړه تروسه تحریک طالبان پاکستان څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو