عمران خان: په پاکستان کې د ضیا الحق او مشرف له مارشلا سخته مارشلا حاکمه ده

AP ۱۴۰۳ تله ۳

د پاکستان زنداني پخوانی لومړي وزیر عمران خان وايي، چې پاکستان په مکمله توګه پوليسي رياست ګرځيدلی او اوسنۍ مارشلا د ضیاالحق او پرویز مشرف له مارشلا څخه سخته ده.

نوموړي په اډياله زندان کې له خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې قوانین ننګول شوي او هڅه کیږي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له سیاسي هلو ځلو ګوښه شي.

عمران خان دا هم ویلي، چې پاکستانی اسټبلیشمینټ هڅه کوي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ټاکنو لرې وساتي، چې دا چاره له قانون څخه سرغړونه ده.

نوموړي زیاته کړې ده، چې دوی دا ډول هڅې افشا کړي دي.

پخواني لومړي وزیر ویلي، چې قضایه قوه هم د اسټبلیشمینټ په لاس کې ده او هر هغه قاضي چې خپلواک وي له دندې څخه لرې کیږي.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د عمران خان حکومت نسکور شو، د عمران خان په ګډون د هغه د حکومت په ډېرو غړو یو شمېر قضیې ثبت شوې.

عمران خان دا مهال په اډیاله زندان کې د لسګونو دوسیو له امله زنداني دی.

نور خبرونه

رادیو