له سوېلې وزیرستانه ځايي سرچینې وايي، چې د ټي ټي پي وسله والو تېر ماښام د واڼه په عواه خواه سیمه کې د ښوونځي د زدهکوونکو وېښتان په زور خرېیلي دي.
ویل کیږي، په دغه سیمه کې وسله والو نورو تنکیو ځوانانو ته هم خبرداري ورکړي چې وېښتان به کموي.
له سیمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (تلې دوېمه) ویلي، چې د سوېلي وزیرستان واڼه په عواه خواه سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو د ښوونځي د زدهکوونکو وېښتان په زور ور خرېیلي دي.
دغو وسله والو په کلي کې خلکو ته ویلي، چې نور به لوی او په بهرني سټایل وېښتان نه جوړوي، او ږېرې به هم نه کموي.
تحریک طالبان پاکستان په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دغې ډلې له وړاندې ویلي وو، چې په پاکستان او د دوی د واک په سیمه کې به شریعت پلی کوي.
د ټي ټي پي وسله والو دارنګه په دغو سیمو کې په ټنګ ټکور او د شپې پر ګرځېدو هم بندیزونه لګولي دي.
داسې بندیزونه په قبایلي سیمو کې ورو ورو را روان دي، تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو یو راپور خپور کړی و، چې د ټي ټي پي وسله والو په وزیرستان کې د ټيک ټاک له ځینو کارونکو نجونو د هغوی ټلیفونونه اخیستې وو، او هغوی یې له دغه کاره منعه کړې وې.
په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري د ښوونځیو د زدهکوونکو په زور د وېښتانو خرېیلو دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو امربالمعروف وروستي قانون پر افغانانو او ځانګړي ډول پر ښځو یو شمېر تازه او سخت بندیزونه لګولي دي.
په وروستۍ پېښه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ښار کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو ټولو ښاریانو او سلمانیو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به ږېرې نه کموي، خطونه به په کې نه اچوي او وېښتان به هم په بهرني سټایل نه جوړوي.