طالبان: له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ۱۵۷ کورنۍ راستنې کړل شوې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له دوو ګاونډو هېوادونو څخه ۱۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې دي.

ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.

دغه اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات له قوله لیکلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې تېره ورځ له یادو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۵۷ افغان کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې.

د راپور له مخې، ۲۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۴۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۶۵ کورنۍ د نیمرو د وریښمو پله او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخې، تازه له راستنو کړل شویو کډوالو سره د طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر دغه کډوال یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدولي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د کرمانشاه لوی څارنوال بیا ویلي، چې دغه ولایت ته د افغانانو په ورتګ بندیز دی.

د دغه ولایت لوی څارنوال حمید رضا کریمي تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې که هر چا افغان کارګرانو ته کار ورکړی وو، قانوني چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره چلند خورا سخت کړی او ډیری افغانان وايي، چې ایراني پولیس پر پاسپورټ او ویزې سربېره هم افغانان نیسي او له یاد هېواده یې باسي.

نور خبرونه

رادیو