ځايي سرچینې: د خوست لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ۱۶ مېرمنې د ښځو له بازاره وړې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲

له خوست څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ ۱۶ مېرمنې د ښځو له ځانګړي بازاره وړې دي.

سرچینې زیاتوي؛ طالبانو دا مېرمنې د بې حجابۍ او نامشروع په اړیکو په تور نیولي دي.

د خوست ځايي طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ټول څه نه دي ویلي.

د سرچینو د وینا له مخې؛ نیول شوې ځینې مېرمنې د خوست مرکز اړوند ۱۲ سوه فامیلیو، لکڼو او د ځاځي مېدان ولسوالۍ اوسېدونکې دي.

د نیول شویو مېرمنو کورنۍ وايي، چې طالبانو دا نیول شوې مېرمنې د خوست زندان ته انتقال کړې دي.

دغه کورنۍ بیا نیوکه کوي، چې د یوې اونۍ په تېرېدو سره تر اوسه پورې طالبانو دوی ته د دې مېرمنو د نیول کېدو د علت او جرم په اړه څه نه دي ویلي.

دوی زیاتوي؛ که چیرې طالبان دغو مېرمنو د نیول کېدو په اړه څه لري باید محکمې ته معرفي شي؛ نه دا چې بې سرنوشته په زندان کې واچول شي.

د یوې مېرمنې خپلوان وویل: « ټول خوست خبر دی، چې د ښځو بازار ته یوازې ښځې ځي او د طالبانو وخت کې هم اجازه ورکړل شوې ده، چې د ښځو بازار خلاص وی خو اوس چې دوی ښځې نیولې دي دا نه د خوست رسم رواج کې شته او نه هم په اسلام کې چې بې ګناه ښځې پرته له کومه جرمه زندان کې واچوي.»

سرچېنې وايي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د خوست د امینه قوماندانۍ د جنايي جرمنو مدیریت له خوا ځینې ښځې د نامشروع اړیکو په تور نیول کیږي.

په خوست کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ د دې ولایت د ښاروالۍ له خوا په پخواني حکومت کې جوړ شوی دی او د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته هم خلاص و.

د ښځو دا مارکیټ د خوست مرکز اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو کې موقعیت لري او لسکونه دوکانونو په لرلو سره یې دوکاندارنې یوازې ښځې دي او یوازې ښځې په دې مارکېټ کې د خپل ضرورت وړ توکي اخلی.

نور خبرونه

رادیو