له خیبرپښتونخوا سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان میرعلي کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یوه کاروان وسله والو برید کړی چې یو عسکر په کې وژل شوی او دوه ټپیان شوي.
هاخوا د هنګو په منډولي سیمه کې پر یوې پوستې برید کې شپږ پوله ساتي عسکر ټپیان شوي.
له خیبرپښتونخوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) ويلي چې تېره شپه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یوه کاروان برید کړی چې په کې یو عسکر وژل شوی او دوه تپیان دی.
سرچینې وايي، پر دغه کاروان وسله والو مخامخ برید کړی.
د دغه برید مسوولیت په ټي ټي پي پورې تړلې د حافظ ګلبهادر ډلې په غاړه اخیستی.
د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ هم د پاکستان پوله ساتو ځواکونو (ایف سي) پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې شپږ عسکر ټپیان شوي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه برید ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د ځينو هغو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا ایالت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ پر دغو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنو او مخامخ بریدونو خبرونه ورکړل کیږي چې مرګ ژوبله هم په کې اوړي.
پاکستاني پوځ هم د دغه ایالت په بیلابیلو سیمو کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او په وسله والو پسې چاڼیز عملیات کوي چې د سیمې خلکو په خبره د داسې عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته هم د سر او مال زیان اوړي.