ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو له اړخه وضعیت خراب شوی او لامل یې یوازې د اقلیم بدلون نه دی. دغې ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې وسله والې نښتې، د بمونو کارول او د ځنګلونو پرې کول په دغه هېواد کې طبیعي پېښې ډېرې کړې دي.
ګارډین ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴ مه) په یو راپور کې لیکلي، چې افغانستان د ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د طبیعي پېښو د تلفاتو له پلوه د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په کتار کې دویم ځای لري.
د دغه راپور پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې د ناڅاپي سېلابونو شمېر او شدت مخ په ډېرېدو دی.
په تېرو میاشتو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو سېلابونو شاهد وو، چې یوازې په بغلان ولایت کې یې لږ تر لږه ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۰۰ نور ټپیان کړل. سختو سیلابونو د غور او ننګرهار په ګډون یو شمېر نور ولایتونه هم ځپلي دي.
په جرمني کې مېشت د چاپېريال او اوبو د سرچينو کارپوه نجيب الله سدید له ګارډين سره په مرکه کې ويلي، چې د جګړې له امله د چاپېريال د زيانونو په اړه په افغانستان کې ښکېلې خواوې بايد ځواب ووايي. ښاغلي سدید وویل، چې د زهرجنو کیمیاوي وسلو پاتې شوني اکثره وخت پاتې کیږي او چاپیریال ته زیان رسوي.
هغه زیاته کړه چې چاودیدونکي توکي کولی شي اکوسیسټمونه ویجاړ کړي، د ژوند کولو رنګینتوب ګډوډ کړي، د خاورې جوړښت ضعیف او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو زیانمنې کړي.
ګارډین د پروګراسیف مجلې د راپور په حواله لیکلي، چې امریکا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې پر افغانستان تر ۸۵ زرو ډېر بمونه غورځولي دي.
په راپور کې راغلي چې د ننګرهار ولایت په هغو سیمو کې چې د "بمونو مور" په څیر بمونه کارول شوي، ساینس پوهانو موندلي چې د زهرجنو موادو د خپریدو له امله د نباتاتو وده نیمایي ته راټیټه شوې. د راپور له مخې دغه زهرجن مواد د اوبو او باد له لارې نورو سیمو ته لېږدول کېدای شي.
د دې سربیره، په ماینونو د افغانستان د ځمکې ککړتیا هم په افغانستان کې د طبیعي پیښو د زیاتیدو یو لامل بلل شوی دی. د راپور له مخې، تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یوازې یو یې له ماین څخع پاک شوی او په پاتې نورو ولایتونو کې لا هم چاودېدونکي توکي شته وو.
په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ بودجه په ۲۰۱۱ کال کې له ۱۱۳ میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۳۳ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې وه او اوس مهال د طالبانو واک ته راتګ مالي سرچینې له لا ګواښ سره مخ کړي دي، ځکه ډېری مرستندویان له دې ډلې سره له اړیکو ډډه کوي.
ښاغلي سدید ویلي دي، چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په بغلان کې د ناڅاپه سیلابونو وروستي زیاتوالی په مستقیم ډول د ماینونو له ککړتیا سره تړاو لري.
د دې ترڅنګ ګارډین لیکي، چې په افغانستان کې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کولو هم د سیلابونو پېښې زیاتې کړي دي. د دغه راپور له مخې، په ۱۹۷۰ کال کې افغانستان ۲،۸ میلیونه هکتاره ځنګلونه درلودل چې د هېواد ۴،۵ سلنه ځمکه یې پوښلې وه.
د راپور له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د ځنګلونو احاطه ۱.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.