د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو رسمي مکتوب د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې ښيي د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې لرې شوی دی.
د دغه مکتوب له مخې د ښاغلي دراني دنده د وږي په ۲۰مه نېټه پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېر کال د غبرګولي په میاشت کې اصف درانی د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ او ښاغلي دراني شاوخوا یو کال او درې میاشتې په دغه پوست کار وکړ.
دغه پخواني پاکستانی پښتون دیپلومات د خپل ماموریت پر مهال څو ځلې کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.
نوموړي د خپل ماموریت پر مهال په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د سیمې د هېوادونو د استازو په غونډو کې هم ګډون کړی و.
د ښاغلي دراني د ماموریت پر مهال طالبانو سره د پاکستان اړیکې په پاکستان کې د ناامنیو د پراخېدو او د سرحدي شخړو له کبله خرابې ښکاري.