علي امین ګنډاپور: مرکزي حکومت دې د افغان طالبانو سره د خبرو اترو لپاره يوه جرګه جوړه کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۳

د خیبرپښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور ویلي، چې مرکزي حکومت دې يوه جرګه جوړه کړي او ګاونډي هېواد ته دې د خبرو اترو لپاره واستوي.

نوموړي دغه څرګندونې په پېښور کې د طالبانو قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
په دغې لیدنه کې د خېبرپښتونخوا مشر وزير علي امين ګنډاپور ویلي، چې په سيمه كې د تلپاتې امن لپاره دې جدي هڅې روانې شي.
هغه وویل، چې سیمه‌ییزه سوله د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه ده.
هغه زیاته کړې، چې حکومت په دغې صوبه کې د قانوني مېشتو شویو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې جدي کار کوي.
د دواړو خواوو ترمنځ په دې کتنه کې پر دوه اړخیزې سوداګرۍ، د سیمې د سولې، ټیکاو او د افغانانو پر ستونزو هم خبرې وشوې.
له بل پلوه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهرجنې دي.
علي امین ګنډاپور تېره ورځ په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پر مهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو د پیلېدا خبره کړې وه.

نور خبرونه

رادیو