د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې نن له غرمې مخکې د خیبرپښتونخوا مومندو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستاني امنیتي ځواکونو یو عسکر وژلی.
د دې تر څنګ د باجوړ په سالارزو کې وسله والو د پولیو یو امنیتي پولیس په ډزو وژلی او یو یې ټپي کړی.
پاکستاني رسینو نن چهارشنبه د (وږي ۲۱مه) خبرونه خپاره کړي چې نن له غرمې مخکې د خیبرپښتونخوا مومندو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو یو عسکر وژلی.
خبرونه زیاتوي چې د دغه ایالت باجوړ ولسوالۍ په سالارزو کې مخ پټو وسله والو بیا د پولیو یو ساتونکی پولیس په ډزو وژلی او یو یې ټپي کړی.
تر اوسه پورې د دغو دواړو پېښو په اړه وسله والو ډلو څه نه دي ویلي.
د رسنیو د خبرونو له مخې د دغو دواړه پیښو سیمې پاکستاني امنیتي ځواکونو کلابندې کړې او په وسله والو پسې د پلټنې عملیات روان دي.
پاکستاني پوځ او نورو حکومتي ادارو په دې اړه رسمي نظر لا نه دی څرګند کړی.
په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا نږدې ټولې سیمې ورځ تر بلې ناامنه کیږي او په ماین چاودنو، او مخامخ وسله والو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اړوي.