ځايي سرچینې: انګور اډه کې پر ځنګله د هاوان ګولۍ د لګېدو پېښې درې مزدوران وژلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

ځايي سرچینې وايي، د سوېلي وزیرستان انګور اډې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان لوري ته د برمل ولسوالۍ اړوند غره کې د پاکستاني پوځ له لوري د هاوان ګولۍ د لګېدو په پېښه کې د ځڼغوزیو راټولولو درې ځايي مزدوران وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

له سیمې څخه ځايي سرچینو نن چهارشنبه د (وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې نن سهار وختي څلور بجې د انګور اډې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان لوري ته د برمل ولسوالۍ اړوند زیبا غره کې د پاکستاني پوځ له لوري د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله د ځڼغوزیو راټولولو درې ځايي مزدوران وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ټپیان د واڼه سیمه ییز روغتون ته د لومړنیو مرستو لپاره لېږدول شوي او د روغتیايي حالت په اړه یې ډیر معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ځینې سرچنې بیا وايي، چې په یاده پېښه کې د درېیو تنو د وژل کیدو تر څنګ اووه تنه ټپیان شوي.
په سیمه کې ځايي قومي مشران وايي، امنیتي کسانو ورته ويلي، چې پر دغې سیمه کې یې د شک له مخې برید کړی و، چې په پایله کې یې د ځڼغوزیو مزدورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو خپله پاکستاني پوځ او نورو حکومتي ادارو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
په سیمه کې خبریالان وايي، چې دغه غره ته په ورتګ پاکستاني پوځ مخکې بندیز لګولی و، خو دوه اوونۍ کیږي چې پوځ بیرته خلکو ته اجازه ورکړې وه چې دغه غره ته تګ راتګ کولی شي.
د لرې او برې پښتونخوا ډیورند کرښې دواړو غاړو ته هر کال د وږي میاشت کې په غرونو کې د ځڼغوزیو توږلو او راټولو وخت وي او د وېشونو له مخې سړي، ښځې او ان ماشومان هم د ځڼغوزیو په راټولولو او پخولو بوخت وي.
دا د غرنیو خلکو د یوه کال حاصل وي چې له غرونو یې لاسته راوړي او له پلورلو وروسته پرې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
دا هغه غرنۍ سیمې دي چې ډیر کله په کې پاکستانی پوځ پر وسله والو د شک له امله د سیمې خلکو ته د ورتلو اجازه نه ورکوي، خو د سیمې خلک وايي، چې ځڼغوزي یې کلنی عاید دی او د دغه حاصل له راټولولو پرته بله چاره نه لري.

نور خبرونه

رادیو