پاکستاني رسنۍ:پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره په تازه نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰

اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي، چې د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه خبر له مخې؛ په دغو نښتو کې د طالبانو دوه ټانکونه هم له منځه تللي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د افغان پولې په اوږدو کې د دغه هېواد پر پوځي پوستو د طالبانو له بريد وروسته غبرګون ښودلی او په پايله کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه پیل شوه.

د دغه رپوټ له مخې؛ د طالبانو او د پاکستان د فوځ تر منځ نښتې د وږي مياشتي د ۱۷مې نېټې له سهار څخه بیا تر وږي د ۱۹مې نېټې تر ماښامه دوام وکړ.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي، چې دا ډزې د افغانستان له پلوسین سیمې څخه پرته له کوم ځانګړي دلیل څخه پیل شوې دي.

طالب چارواکو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې جیونیوز او د پاکستان دولتي راډیو د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې وه، چې په دغو نښتو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم وژل شوي دي.

د شام سیمه ییزو سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په تېره اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه نښته شوې او په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو