د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي "ګیله من وزیر" مور چې دا مهال د عمرې د ادا کولو په موخه مکې ته تللې ده، په یو ویډیو يي پیغام کې د پښتونخوا او کوېټې له پښتنو مشرانو غوښتي، چې د اکټور په ۱۱مه کېدونکې جرګه کې دې له منظور پښتین او یادې جرګې څخه ملاتړ وکړي.
نوموړې نن یکشنبه په یوې ویډیويي پیغام کې د پښتنو پر سیاسي مشرانو "اسفندیار ولي خان، مولانا فضل الرحمان، محمود خان اڅکزي" او نورو غږ کړی، چې د اکټوبر په یوولسمه نېټه د کېدونکې قومي جرګې څخه دې ملاتړ وکړي او د پښتنو اساسي ستونزو ته دې تم شي.
د ګیله من وزیر مور د پښتنو مشرانو تر منځ پر اتفاق ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې خپل زوی یې د پښتانه قوم لپاره قربان کړی دی.
ټاکل شوې، چې د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اکټوبر په ۱۱مه نېټه په پښتونخوا کې یوه لویه قومي جرګه راوغواړي او په دې جرګه کې د پښتنو پر ستونزو او د پاکستان له حکومت سره په پرتو کشالو بحث وشي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله من وزیر په اسلام اباد کې له زخمي کېدو وروسته مړ شو.
د نوموړي پر مړینه په افغانستان او پاکستان کې مېشتو پښتنو پراخ غبرګونونه وکړل او د هغه مړینه یې د پاکستان د ریاست کار وباله.
دا به لومړی ځل وي، چې په پښتونخوا کې لویه قومي جرګه راغوښتل کیږي.