باوري سرچينې وايي، چې په دې وروستيو کې له ملا هبتالله سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا يعقوب تر منځ مخالفتونه ډېر ژور شوي دي.
داسې هم ویل کیږي، چې دغه دواړه وزیران د ملا هبتالله د وروستیو کړنو په وړاندې درېدلي او په خپلو چارو کې یې لاسوهنه بولي.
له کابله باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د سې شنبې په ورځ د (وږي ۱۳مه) ویلي، چې له ملا هبتالله سره د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او دغې ډلې د دفاع وزیر ملا يعقوب، مخالفتونه تر پخوا نور هم ډېر شوي دي.
سرچینې وايي، تر دې وړاندې هم دغو دواړو وزیرانو له ملا هبتالله سره د مخالفتونو په اړه خبرې هم کړې وې او د هغه ځینې کړنې یې په خپلو چارو کې لاسوهنه بللې وه، خو وايي ملا هبتالله یې خبرې بابېزه ګڼلې وې.
ویل کیږي، ملا هبتالله دغو دواړو وزیرانو ته مخامخ او ځینو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی په «جهاد» کې کمه ونډه لرله نو ځکه یې صلاحیتونه هم ورکموي، چې له دې سره د حقاني شبکې د خواله رسنیو فعالانو او ملا یعقوب رسنیزو ملاتړو په خواله رسنیو کې د دوی د «جهادي» انځورونو او ویډیوګانو خپرول زیات کړي دي.
د سرچينې په وینا، وايي سراج الدين حقاني او ملا يعقوب ملا هبتالله ته ويلي چې د ځانمرګو بريدونو او مخامخ جګړو په ډګر کې دوی تر ټولو مخکې وو، او په حکومت کې يې باید صلاحیت هم ډېر وي، خو ملا هبتالله ټينګار کوي چې بايد يوازي د ده امر ومنل وشي.
د طالبانو له کورنیو چارو وزارت څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې «له دغو اختلافاتو وروسته د وزارت ټولو مطبوعاتي فعالانو ته ويل شوي، چې د (خلیفه صاحب) سراج الدين حقاني هغه ويډيوګانې او انځورونه ټولنيزو رسنيو ته راوباسي چې هغه د جهاد په وخت کې بريدونو ته تياری نيولی او یا هم (فدايي) ځانمرګو بريدګرو ته د ځوانانو د لیږلو په وخت کې له هغوی سره خدای پاماني کوي.»
ځینې شنونکي هم وايي، چې له څه مودې راهيسې سراج الدين حقاني، ملا يعقوب، شیخ دلاور، عباس ستانکزي او يو شمېر نورو طالب چارواکو د طالبانو د حکومت د بدلون هڅې روانې کړې دي، چې له ملا هبتالله څخه واک واخلي او يو مشروط حکومت رامنځته کړي. هاخوا بیا د طالبانو مشر ملا هبتالله داسې اندېښنو ته په کتو تازه د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي چې د ده په وړاندي د احتمالي بغاوت مخه ونیسي او ځايي طالبانو ته مخامخ قناعت ورکړي.