په کابل کې د طالبانو امربالمعروف وزارت چارواکو د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته امر کړې، چې د ایراني کلیمو له کارولو ډډه وکړي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه چارواکو له رسنیو غوښتي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته درناوی وکړي.
طالب چارواکو ټینګار کړی، چې رسنۍ دې د اسلامي برخې نشراتو ته پاملرنه وکړي.
طالبانو له دې مخکې رسنيو ته د ښځينه ویاندویانو د کار کولو د ډول، د هغوی د نشراتو او د دې ډلې د لاسته راوړنو د پوښښ او نورو مسايلو اړوند لارښوونې کړې وې؛ خو په رسنيو کې په دې کچه د ژبې بحث نوې خبره ده.
د طالبانو ځينو غړو او يا هم د دې ډلې پلويانو په ټلويزيوني مناظرو کې د «دانشګاه» په څېر د فارسي کلمو پر کارولو اعتراض کړى او ويلي يې دي، چې د هغه پوهنتون پښتو معادل بايد وکارول شي.
طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د ځينو شاعرانو، لیکوالانو، مشهورو څېرو انځورونه، اثار او ځيني ملي نښانونه له منځه وړي دي.
د طالبانو دا کړنې د خلکو او ټولنيزو رسنیو د کارونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي او په دې برخه کې يې پر طالبانو سختي نيوکي کړي.