د پاکستان په بلوچستان کې د پنځویشتم او شپږویشتم اګست تر منځه شپه کې د بلوچستان لبریشن ارمي یا بي ایل اې نومې بیلتون خوښې وسله والې ډلې بې ساري پراخ بریدونه وکړل.

په دغه شپه بي ایل اې د بلوچستان په کم نه کم لسو ضلعو کې په پوځي قرارګاوو، د پولیسو په مراکزو او او نورو دولتي موسساتو هم اهنګ بریدونه وکړل چې د مطبوعاتو د راپورونو له مخې د سلو تنو شاوخوا مړه او نور ګڼ کسان ټپیان شول.

د بي ایل اې په دغو بریدونو کې چې د سوونو کیلومترو په ساحه کې په یو وخت تر سره شول، غټ سرکونه هم تړل شوي وو او بلوڅو سرمچارو یا سرښندونکو په سړکونو پاټکونه لګولي وو او د موټرو او بسونو تلاشۍ یې اخستلې.

کراچۍ نه کوټې ته تلونکې پټلۍ هم څو ځایه تخریب شوه.

په لاسبیلا نومې ضلع کې په یوه پوځي مرکز باندې بریدګرو کې دوه تنه ځان مرګي هم وو.

په دوی کې یوه مایل بلوڅ نومې ځوانه محاصله وه چې د حقوقو په فاکولته کې یې په اتم سمسټر کې درس وایه.

د اکبر بګټي له تلین سره سم بریدونه

بلوڅ بېلتونپیالو په یوه ورځ په لسو ولسوالیو کې بریدونه وکړل

دا خبره د یادونې ده چې شپږ ویشتم اګست د بلوڅانو د یوه پیژندل شوي سیاسي او قومي مشر نواب اکبر خان بګټي د شهادت ورځې سره سمون خوري.

په کال ۲۰۰۶ کې د اګست په شپږ ویشتمه د پاکستان د پوځي دکتاتور جنرال مشرف په امر نواب اکبر بګټي د پوځ په یوه برید کې وژل شوی و.

نواب اکبر بګټي یو وخت د بلوچستان والي او سروزیر هم پاتې شوی و.

بي ایل اې د خپلو بریدونو لپاره د دغې نیټې انتخاب د دې خبرې زبادولو لپاره کړی و چې بلوڅ ولس خپل شهیدان او مشران هیر کړي نه دي.

یو بل مهم او د یادونې ټکی دا دی چې د جولاۍ د میاشتې په اته ویشتمه نیټه په بلوڅانو کې د اوسني وخت تر ټولو زیات او پراخ محبوبیت لرونکي سوله ییز سیاسي سازمان-چې د بلوچ یک جهتۍ کمیټېیا د بلوڅانو د پیوستون کمیټه یا BYC په نوم پیژندل کیږي- په ګوادر کې د لکونو تنو په ګډون د بلوڅو د معلوم تاریخ تر ټولو غټه غونډه جوړه شوې وه، چې د بلوڅو د ملي غونډې په نوم یاده شوه.

د دې غوندې د جوړیدو هدف په بلوڅانو باندې د پاکستان د ظلم او زیاتي غندل و او په خصوصي ډول د هغو زرګونو بلوڅو د خلاصولو غوښتنه وه، چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو له خوا تړي تم شوي.

دا خبره هم باید په ګوته شي چې د بلوڅو د پیوستون کمیټې مشره يوه ځوانه ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ده او د ګوادر په پرتمینه غونډه کې هم زرګونو ښځو ګډون کړی و.

د بلوڅانو د یووالی ټولنې مشره ماهرنګ بلوڅ

د پاکستان حکومت په ګوادر کې د بلوڅو د ملي غونډې د مخنیويلپاره ډیرې هلې ځلې وکړې او ډیرې موانع یې ایجاد کړې خو په لکونو بلوڅانو خپل ځانونه ګوادر ته ورسول.

په لارو باندې د پولیسو سره په اخو ډب کې درې بلوڅان مړه شول او ګڼ شمیر نور یې هم ټپیان شول.

دغه پروتست دوه اونۍ ادامه وکړه او د بلوچستان مختلفو سیمو ته خور شو او په ملیونونو بلوځانو په کې برخه واخسته.

د پاکستان او بلوڅانو تر منځ شخړه څه نوې نه ده. پاکستان په ۱۹۴۷کې جوړ شو، تر دې وخته بلوڅانو د کلات په نوم خپل بیل دولت درلود او د کلات خان احمد یار خان یې واکدار و.

کلات د هند برخه نه و، که څه هم په نولسمه پیړۍ کې د انګلیسانو پوځ کلات اشغال کړ او په خپله تحت الحمایه سیمه یې بدل کړ.

خو بیا هم کات داخلي خودمختاري درلوده، نو چې کله انګلیسان له هندوستان ووتل نو د کلات خان د آزادۍ اعلان وکړ.

یو کال کلات مستقل پاته شو، په ۱۹۴۸ کې پرې پاکستان برید وکړ او کلات یې اشغال کړ، په زور یې په پاکستان ورګډ کړ.

د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم غره ته لاړو او وسله واله مبارز یې پیل کړه.

دا د پاکستان په ضد د بلوڅو وړومبی وسله وال پاڅون و.

له ۲۰۰۶ پیل شوی وسله وال پاڅون په تیرو ۷۷ کلونو کې پنځم وسله وال پاڅون دی، خو اوس په یوه میاشت کې د یوه بل سره ډیر نزدې او پرله پسې په تیرو ۷۷ کلونو کې تر ټولو ستر ولسي پاڅون او وسله وال پاڅونونه د دې خبرې ثبوت دي چې د بلوڅو ملي غورځنګ یو نوی قوت موندلی دی.

بلوچستان د جغرافیاپه لحاظ تر ټولو غټ ایالت دی، چې د پاکستان د ټولې جغرافیا ۴۴ فیصده ساحه تشکیلوي، خو نفوس یې د شلو میلیونو نه لږ څه کم دی.

په دې کې تر نیمايي شاوخوا پښتانه دي. په دې خبره پوهیدل لازم دي چې پښتانه په خپله تاریخي خاوره اوسیږي، خو په ۱۹۶۹ کې پاکستان کلات او د پښتنو سیمه په یوه ایالت کې ګډ کړل او په کوټه کې څو لکه هزاره ګان هم ژوند کوي.

بلوچستان د طبیعي وسایلو له اړخه ډیر غني دی، چې د نفتو، ګاز، سرو زرو او نورو اومو موادو غټې زیرمې لري.

د بحر هند په غاړه پروت بلوچستان ۸۰۰ کیلومیتره سمندري ساحل لري. د پاکستان ټول سمندري ساحل ۱۰۵۰ کیلومیتره اوږد دی.

بلوڅ ملی ګرایان وايي،چې په ایران کې هم د بحر هند په غاړه زیاتره سیمه د بلوڅو ده. چابهار بندر د بلوڅو په سیمه کې دی، نو خلیج فارس باید خلیج بلوڅ وبلل شي.

بلوڅانو سره تر ټولو غټ تشویش دا دې چې د پاکستان حکومت د دوی طبعی منابع چور کوي او داسې پلان لري چې د اقتصادي پرمختګ د پلانونو تر پردې لاندې د نورو قومونو خلک د بلوڅو خاورې ته راولي او بلوڅ په خپله خاوره باندې په یوه اقلیت بدل کړي.

پاکستان د بلوڅو د بیا بیاغوښتنو باوجود دا تضمین نه دی ورکړی چې هغه به دا کار نه کوي.

د هند د بحر په غاړه پروت بلوچستان تل د جنوبي اسیا، غربي اسیا او مرکزي اسیا په منځ کې ستراتیجک اهمیت لري، خو د سیمې او نړۍ په نویو پرمختګونو کې د بلوچستان ستراتیجیک اهمیت لا پسې سیوا شوی دی.

د امریکا او چین سوړ جنګ

د پاکستان او چین تر منځه د CPECپه نوم جوړیدونکې اقتصادی شاهراه د بلوچستان بندر ګاه ګوادر ته غځیږي، دغه شاهراه له یوې خوا چین ته د شرق میانه سره د تجارت لپاره د وصل کیدو لنډه لاره ورکوي، نو له بلې خوا د بحر هند په غاړه او خلیج فارس ته نزدې د ګوادر سترا تیجیکه بندرګاه د چین په اختیار کې ورکوي.

اوس چې د امریکا او چین تر منځه د نوي ساړه جنګ په نتیجه کې بحر هند د پوځيسیالیو په ساحه بدلیږي،نو د ګوادر بندر په لاس کې لرل د دواړو زبرځواکونو لپاره غټ اهمیت لري.

په بلوچستان کې سیاسياو وسله وال پاڅونونه هند ته موقع مساعدوي چې په کشمیر کې د پاکستان د لاسوهنو غچ په بلوچستان کې واخلي، خو بهرحال بلوڅ تر ټولو وړومبې د خپل ملي سرنوشت په ټاکلو کې زیاته دلچسپی لري.

د بلوچستان مسله د پاکستان د جنرالواکۍ د لاسه ورانه شوی ده چې د خبرو اترو له لارې د مسلې سیاسي حل ته د کیناستلو په ځاې په بلوچستان پوځي حل تحمیلوي .

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


نور خبرونه

رادیو