د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو مرسته اکثره د ښځو لپاره د ژوند وروستۍ کرښه ده.
دغه سازمان وايي، له موږ سره دې مرسته وشي چې د دوی د ژوند ژغورنې لپاره خواړه چمتو کړو.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د خوراکي توکو مرسته د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هیله ده.
دغه سازمان د یوه لېنک په خپرولو سره د مرستو راټولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان وايي، غواړي د راټولېدونکو مرستو له لارې د افغان ښځو د ژوند ژغورنې لپاره خواړه برابر کړي.
یاد سازمان وايي:« په افغانستان کې ښځې په زیاتېدونکې توګه له ټولنې او عامه ځایونو څخه اېستل کېږي، د ژوند کولو او خپلو ماشومانو ته د خوړو برابرولو په چاره کې هم د لګول شویو بندیزونو له امله ستونزې ګالي.»
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک کافي خواړه نه لري.
یاد سازمان زیاتوي، چې لوږه کورنۍ سره جلا کوي ځینې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نا امیدۍ سره په مبارزه کې پاتې راغلي او د خوړو د پېرودلو لپاره د کور شخصي توکي پلوري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام پر داسې مهال دا اندېښنې په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره زرګونه ښځو دندې له لاسه ورکړې او له کوره د باندې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.