د هند شمال ختیځ او د بنګله دېش په ختیځ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۶ کسان مړه، او په لکونو کسان زیانمن او اوبو کې بند پاتې دي.
الجزیري راپور ورکړی، چې په دغو سېلابونو کې یوازې بنلګه دیش ۴،۵ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د سیلابونو اوبو د هند او بنګله دیش ځینې برخې ډوبې کړې دي او د هند په شمال ختیځ او بنګله دېش ختیځو سیمو کې په سلګونو زره خلک بند پاتې دي.
د راپورنو له مخې په بنګله دېش کې د مړو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شوی دی.
الجزیرې ټلویزیون د بنلګه دېش د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزي وزارت له قوله ویلي، چې د بنګله دېش په ختیځ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴،۵ میلیونه کسان اغېزمن شوي.
همدارنګه د هند په شمال ختیځ ایالت تریپوره کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له امله له ۶۵۰۰۰ څخه ډیر خلک یې له خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او لږ تر لږه ۲۳ کسان د یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله مړه شوي.
هندي چارواکو په تریپوره کې د ۱،۷ میلیونو زیانمن شویو کسانو لپاره ۴۵۰ لنډمهالي پنډغالي پرانیستي دي.
د سېلابونو راوتلو او بارانونو له امله د بنګله دېش او هند د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې شوې دي.
د راپورونو له مخې په سیمه کې ډیری سړکونه سېلابي اوبو او ځمکې ښویېدونې له امله ویجاړ شوي دي.
د راپورنو له مخې د پلازمېنې ډاکې او د سویل ختیځ بندري ښار چټاګانګ ترمنځ تګ راتګ او اړېکې پرې شوې دي، ځکه چې د لویې لارې ځینې برخې اوبو لاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ملګرو د افغانستان په ګډون، هند، بنګله دېش، سریلانکا او پاکستان هېوادونو ته د اقلیمي بدلون له امله د زیاتو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امه خبرداری ورکړی وو.