د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې په کابل کې يې یو کس د «لواطت په تور» ۳۵ دُرې وهلی دی.
د محکمې د خبرپانې له مخي، په کابل کې د طالبانو مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدايه محکمې څلورم زون دغه کس د وهلو تر څنګ په دوه کاله تنفيذي بند هم محکوم کړی دی.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د وږي ۳ مه) په يوې خبرپاڼه کې د تورن کس د هويت په اړه معلومات نه دي وړاندي شوي.
تر دې مخکې د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ ويلي وه، چې په خوست کې یې یو کس «مقدساتو ته د سپکاوي» په تور په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهلی.
د دې ترڅنګ طالبانو په کابل کې د چهار شنبې په ورځ یوه ښځه د «نامشروع جنسي اړيکو په تور» په ۳۵ دُرې وهلې او په دوه کاله بند یې محکومه کړې.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم بدني سزاوي بیا پيل شوي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول سزاګاني د دفاع او عادلانه محاکمې حق ته د درناوي پرته تر سره کيږي، په پلي کولو سره یې انساني کرامت تر پښو لاندي او په ټولنه کې ويره رامنځ ته کوي.
د دوی په خبره، د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو له مخي دا ډول سزاګاني ظالمانه او ناانساني دي.