د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د وږي په ۲مه او ۳مه نېټه) په اوو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، لویدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو چارو ادارې تېره ورځ ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.