له سوېلي وزیرستانه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د ټي ټي پي وسله والو په مکېن کې له یو شمېر نجونو له دې امله د هغوی شخصي ټلیفونونه اخیستي چې ګنې دوی په ټیک ټاک کې ولې فعالې دي.
ټيک ټاک په خواله رسنیو کې تر نورو وروسته جوړ شوی اپلیکیشن دی چې دا مهال د تفریح او پیسو ګټلو ښه لاره ده او په میلیونو نجونې او هلکان په کې په فعالیت بوخت دي.
د سوېلي وزیرستان له مکېن سیمې تېره ورځ چهارشنبه د (زمري ۳۱مه) ځینو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې، د تحریک طالبان پاکستان وسله والو له څه مودې راهیسې د دغې سیمې له یو شمېر نجونو له دې امله د هغوی شخصي ټلیفونونه اخیستي چې دوی «ولې په ټیک ټاک کې فعالیت کوي او د دوی دغه کار د اسلامي شریعت خلاف کار دی.»
د صاحب نور په مستعار نوم د مکېن یوه اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې په تېرو څو ورځو کې د ټي ټي پي وسله والو له کلي څخه له یو شمېر نجونو د هغوی شخصي ټلیفونونه اخیستي او له ځان سره یې وړي دي
«طالبان راغلل او هغه نجونې چې ټيک ټاک یې استعمالولو له مخکې یې په نښه کړې وې او په دروازه کې ورته ودرېدل چې ټلیفونونه راوړئ، هغوی انکار وکړ چې په ټلیفون کې ورسره شخصي تصویرونه دي خو طالبانو ورته وویل چې رایې نکړې کورته درننوځو. نو هغوی مجبوره شوې چې خپل ټلیفونونه ورکړي.»
صاحب نور وايي، طالبانو د دوو نجونو پلرونه او وروڼه هم په څپېړو ووهل او دوی ته یې ګواښ وکړ چې که بیا داسې وشول نو تر دې به سخته سزا ورکړي.
د مکېن سیمې یو بل اوسیدونکی ولي شاه هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وويل چې د ټي ټي پي وسله وال اوس د هغو نجونو ټلیفونونه پلوري چې د «شریعت» په پلمه یې ترې وړي وو. «یو خو یې دا بې پښتو کار وکړ چې له ښځو یې ټلیفونونه یوړل، بیا یې بدې خبرې او ښکنځلې ورته وکړې او د هغوی د کورنیو بې عزتي یې وکړه، اوس هغه ټلیفونونه چې له نجونو یې په دې پلمه وړي وو چې ولې ټيک ټاک کاروئ هغه په کلیو کې خرڅوي، ځینو کسانو ته یې ویلي، چې یو، یو ټلیفون ورنه په یو لک کلدارو واخلي.»
ټي ټي پي په خیبرپښتونخوا او لوی وزیرستان کې د پاکستاني حکومت په وړاندې جنګیږي او دعوه کوي چې دوی په سیمه کې شرعي قانون پلی کوي او خلکو ته هم وايي، چې د خپل ژوند کړه وړه په «شریعت» برابر کړي، خو د سیمه والو ګیله ترې داده چې دوی خپلو هغو کړنو ته چې د دوی خوښه وي د «شریعت» نوم ورکوي.
تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټي ټي پي په خیبرپښتونخوا او لوی وزیرستان کې د پاکستاني حکومت په وړاندې جنګیږي او دعوه کوي چې دوی په سیمه کې شرعي قانون پلی کوي او خلکو ته هم وايي، چې د خپل ژوند کړه وړه په «شریعت» برابر کړي، خو د سیمه والو ګیله ترې داده چې دوی خپلو هغو کړنو ته چې د دوی خوښه وي د «شریعت» نوم ورکوي.