اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره نږدې یو نیم مېلیون ډالره مرسته کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې ۱.۳ مېلیونه ډالر تازه مرسته کړې.

اوچا ویلي، چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو ادارې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر دې مهاله ټولټال ۷.۱۷ مېلیونه یورو مرسته کړې ده.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خلکو پر بد اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې وه او دا یې ویلي و، چې په دغه هېواد کې له ۲۳ مېلیونو زیات وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي او دغه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وایي، دوی په روان کال کې د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي لپاره د درې مېلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو په وینا یې تر اوسه یې له دغو غوښتل شویو مرستو څخه یوازې ۲۵ سلنه تر لاسه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو