د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو د چارو اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د یادې ادارې ویاند د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په خبرو کې ویلي؛ په دې سېلابونو سره خلکو ته سخت مالي تاوانونه هم رسېدلي دي.
د جانان سایق په وینا؛ یاد ځاني او مالي تاوانونه په زابل، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان او لغمان ولایتونو کې خلکو ته رسېدلي دي.
بل خوا پېښو ته د طالبانو د رسېدو ادارې یوه چارواکي عبدالرحمان زاهد بیا د کابل په لوېدیځ کې د سېل ځپلو سیمو د لیدو پر مهال ویلي: «طبیعي پېښې د خدای له خوا دي.»
ښاغلي زاهد له دغه سېل ځپلو غوښتي، چې صبر او حوصله وکړي.
د نوموړي په وینا؛ په کابل کې څو ټیمونو ته دنده سپارل شوې؛ څو د دې سېلابونو زیانمنو ته رسېدګي وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د هوا پوهنې ریاست سبا او بل سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېزو بارانونو، تالندې او سېلابونو اټکل کړی دی.