طالبان: قطر په پکتیا ولایت کې د ستنو شویو کډوالو له پاره کورونه، ښوونځي او مدرسه جوړوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ ویلي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه غواړي په پکتیا ولایت کې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي.

د وزارت په خبره دغه مرستندویه ټولنه په پام کې لري، چې د پکتیا په مرکز د ګردیز په رباط سیمه کې ۵۰ کورونه، ښوونځي، مدرسه، روغتیايي مرکز او یو تفریحي پارک جوړ کړي.
طالبانو د سه‌شنبې په ورځ د (زمري ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې د دغې ډلې د کډوالو د وزیر خلیل الرحمن حقاني او د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مشر احمد العثماني سره د لیدنې په ترڅ کې د دغې ژمنې خبر خپور کړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کورونه او ښوونځي به د طالبانو سره په همغږۍ جوړېږي؛ خو طالبانو د دغو کورونو او ښوونځيو د لګښت او د کار د پیلولو د نېټې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستنې زور اخیستی، چې له امله یې ګڼ ستانه شوي کډوال د بې‌کورۍ او نورو لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د قطر د سرې میاشتې ادارې له دې وړاندې هم ژمنه کړې وه، چې ستنو شویو افغان کډوالو ته به مېنې جوړوي.

نور خبرونه

رادیو